
ژورې خبرې/۱: په افغانستان کې د ملت جوړونې اړتیا څه ده؟
۲۴ خرداد ۱۴۰۳ · 2 ساعت و 34 دقیقه
شنیدن و نگهداشتن این اپیزود
پخش را شروع کن؛ هنگام رفتن به صفحههای دیگر هم ادامه پیدا میکند.
برای خواندن و مرور دوباره
گفتوگو را به متن همراهت تبدیل کن
متن کامل و خوانای این اپیزود در Word و PDF، همراه با نقشهٔ تصویری موضوعات.
کتابخانه و بازخورد
برای شناخت بهتر پیش از شنیدن
این اپیزود هنوز بررسی عمیق نشده است
در اپیزودهای بررسیشده، پادگرد خلاصه، محورهای گفتگو، فصلهای قابل پخش و پرسشهای مهم را از متن اپیزود استخراج میکند.
تحلیل این اپیزودتکمیل این اپیزود
اگر مهمان یا اسپانسری جا افتاده، از فهرست موجود انتخاب کن یا نام تازهای پیشنهاد بده. پیشنهادها بعد از بررسی مدیر عمومی میشوند.
متن منتشرشده توسط پادکستر
توضیحات اپیزود
په افغانستان کې د ملت جوړونې اړتیا څه ده؟ ملت جوړونه یوه معاصره پدیده ده، چې ددولت جوړونې اساسي بنسټ شمېرل کېږي. له بده مرغه زموږ هېواد افغانستان کې دا اړینه پروسه له سلو کلو هڅو ورسته هم یوې مطلوبې نتېجې ته نده رسېدلې. لا هم د نړۍ ګوټ ګوټ کې د افغاني ملت جوړونې په اړوند پوښتنې او انګېرنې کېږي. د امریکا د متحده ایالاتو د اوسني ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې د خپل ماموریت د ناکامي په توجیه کې ویلي چې «افغانستان یو واحد ملت ندی، موږ هلته د ملت جوړونې لپاره نه وو تللي او هیڅوک نشي کولی افغانان په خپلو کې متحد کړي» ځیني د بایډن په دې خبرو چې افغانستان یو ملت ندی، یا متحد کېدلی نشي نېوکې لري او ځیني په ورته وخت کې بیا د جوبایډن دا اظهارات چې موږ افغانستان ته د ملت جوړونې لپاره نه وو تللي غېر مسولانه بولي. بې له دې چې د بایڼ اظهارات جدي ونیول شي، دا بحث د انکار او امتناع وړ ندی، له سلو کلونو ورسته لا هم همدا مسله جدي بحث ته اړتیا لري. ملت جوړونه ماهیتآ څه شی دی؟ له دولت جوړونې او ملت پالنې سره یې اړیکې څه دي؟ په افغانستان کې د ملت جوړونې هڅې له کومو لوړو ژورو تېري شوي او ولې همیشه یو بن بست سره مخ شوي؟ د هیواد د معاصر تاریخ په اوږدو کې د مختفلو اقوامو رول څه وو؟ او نن ورځ بین القوي همکاري او تفاهم څومره کولی شي د ملت سازي پروسه تسهیل کړي؟ هېواد کې ملت جوړونې په وړاندې اوسني شته خنډونه کوم دي او زموږ او تاسو ټولېز مسوولیت څه دی؟ طالبان چې مذهبي او سیاسي اقلیتونو هویت مسخ کوي، له ملي سمبولونو، بیرغ او سرود سره د دښمني نغاره غږوي او ځانونه د نړۍ د ټولو مسلمانانو نماینده ګان بولي له ملت جوړونې سره یې نسبت څه کېدلی شي؟ ددې او ورته پوښتنو د ځواب لپاره هشت صبح ورځپاڼه تاسو د دې مهم پاډکاسټ اوریدلو ته رابولي.
نظرها
هنوز نظری نوشته نشده.
